کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له پاکستان او چین سره د واشنګټن د اړیکو په اړه د هند د اندېښنو په تړاو ویلي، امریکا له دغو هېوادونو سره د اړیکو ساتل اړین بولي، خو ټینګار یې کړی چې له هېڅ هېواد سره به یې اړیکې د نوي ډیلي په زیان نه وي. روبیو دغه څرګندونې د هند له «انډین اېکسپرېس» ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې کړې چې نن (د اکټوبر ۲۱مه) خپره شوې ده. نوموړي له پاکستان سره د امریکا د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اوسني نړیوال شرایط د ۱۹۷۰مې لسیزې له وضعیت سره توپیر لري او د هغه وخت پرتله مناسبه نه ده. هغه زیاته کړې چې پاکستان هغه هېواد دی چې امریکا ورسره اړیکې لري او د دغو اړیکو ساتل اړین دي. د روبیو په وینا، له پاکستان سره د امریکا اړیکې ښايي مثبتې پایلې هم ولري؛ ځکه واشنګټن کولای شي له خپل نفوذ څخه د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره کار واخلي چې د شخړو لامل کېدای شي. هغه ټینګار کړی: «نه یوازې له پاکستان، بلکې د نړۍ له هر هېواد سره زموږ اړیکې به هېڅکله له هند سره زموږ د اړیکو په زیان نه وي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چین په اړه د یوې جلا پوښتنې په ځواب…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
روبیو: له پاکستان او چین سره د امریکا اړیکې به د هند په زیان نه وي
منابع
Afghan sources
روبیو: له پاکستان او چین سره د امریکا اړیکې به د هند په زیان نه وي