KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-21 18:17:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درې‌اړخیزه سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته د ٧ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د یادې لوبې پچه د بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپوهنه ترسره کړه چې په ٤١.٢ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې وکړې. د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان څلور، عظمت الله عمرزي او یمین احمدزي دوه دوه او بلال سمیع د بنګله‌دېش یو لوبغاړي وسوځول. افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف په ٣٦م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ٧ وېکټو په توپیر یې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او په دغو لوبو کې یې پایلوبې ته لاره پیدا کړه. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې رحمت شاه ٦٧، حشمت الله شهیدي ٣٥او ابراهیم ځدراڼ ٣٤ منډې وکړې. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړې وه. د یادونې ده د دغو سیالیو پایلوبه د اکټوبر په ٢٣مه د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-21 18:17:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 22:44:42

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button