د روغتیا د نړیوال سازمان د سیمهییز دفتر تازه شمېرې ښيي چې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته ورسېد. دا رقم د تېر میلادي کال د ثبت شویو پېښو د ټولیزې شمېرې دوه برابره دی. دا شمېرې چې د اکتوبر پر ۱۸مه تازه شوې دي ښيي چې شپږ نوې پېښې درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه په کابل کې ثبت شوې دي. د ننګرهار پېښې په بټي کوټ او ګوشتې ولسوالیو کې او د کابل پېښه په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. په ۲۰۲۵ کال کې، په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې وې. د روغتیا د نړیوال سازمان د احصایو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې شپږ پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ د وحشي ویروس دوې پېښې ثبت کړې وې. په ۲۰۲۶ کال کې د پېښو شمېر د ۲۰۲۳ کال د کچې اووه برابره او د ۲۰۲۵ کال د ثبت شویو پېښو د مجموعې دوه برابره دي. دا زیاتوالی پر داسې مهال رامنځته شوی چې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسیناسیون پروګرام د کور په کور کمپاینونو له شتون پرته دوام لري؛ هغه طریقه چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ماشومانو ته د لاسرسي لپاره خورا مؤثره ګڼي. د طالبانو مسؤلینو د ۲۰۲۴ کال په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) پېښې ۴۲ ته ورسېدې | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) پېښې ۴۲ ته ورسېدې | آمو ټلویزیون