EnglishPoliticsافغانستانکندهار

په کندهار کې د انارو بڼوال بهرنیو هېوادونو ته د خپلو حاصلاتو د… — Amu TV

DevelopingPoliticsکندهار1 SourcesUpdated: 2026-10-21 19:20:33🎙 Listen to radio

د کندهار ولایت د انارو بڼوال د سوداګریزو لارو د تړل کېدو او بهرنیو هېوادونو ته د خپلو حاصلاتو د صادراتو په وړاندې له شته کلتوري او لوژستیکي ستونزو سخت تشویش او اندېښنه ښیي. د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ یوه تن بڼوال امو ته ويلي، چې د انارو د حاصلاتو له راټولولو سره سره، د مناسب بازار نشتوالي او د پرمختللیو سړو خونو د اسانتیاوو کمښت د دې لامل شوی چې د محصولاتو پلور او د بڼوالۍ د درنو لګښتونو پوره کول له بې‌سارې ننګونې سره مخ شي. دا انار چې د خپل بې‌ساري خوند او طبيعي صفت له امله په نړیوالو بازارونو کې لوړ شهرت لري، سږ کال یې مالکان بهرنیو هېوادونو ته د لېږد په برخه کې له ناخوالو سره مخ دي. د ژړۍ ولسوالۍ بڼوال آغا محمد په دې اړه وایي: «د انارو حاصلات د تېرو کلونو په څېر نه دي. موږ غواړو چې پخواني شوروي، نورو هېوادونو یا دبی ته د صادراتو زمینه برابره شي. اوس یوازې پاکستان دی چې کله ناکله لاره بندوي او موږ هم د انارو د ساتلو لپاره کوم ځای او سړې خونې نه لرو.» بڼوال ټینګار کوي چې د افغان حکومت او سوداګریزو ارګانونو له خوا د معیاري سړو خونو جوړول او نړیوالو ازادو مارکېټونو ته د انارو د لېږد لارې چارې برابرول عاجل ضرورت دی. له بلې خوا، د انارو…

Quick facts

Locationکندهار
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-21 19:20:33

Timeline

  1. Amu TV

    په کندهار کې د انارو بڼوال بهرنیو هېوادونو ته د خپلو حاصلاتو د لېږد غوښتنه کوي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-21 10:29:12

په کندهار کې د انارو بڼوال بهرنیو هېوادونو ته د خپلو حاصلاتو د لېږد غوښتنه کوي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button