افغانستانامنیتپښتو

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 23:07:43🎙 راډیو واورئ

د خیبرپښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو د تازه جوړ شوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر ادعا لري، چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان سره یو لاس دي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعا رد کړې، چې ګواکې له پاکستاني طالبانو سره یو لاسي دي. مسکو د روان کال د اکټوبر پر ۱۶مه د شانګهای، ډله‌ییز امنیت او ګډو ګټو سازمان په ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغان خاورې منځنۍ اسیا او روسیې ته نفوذ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وسله‌وال د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر پوله په پرتو افغان ولایتونو کې د پام وړ حضور لري او داعش خراسان څانګه د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی. تحلیل کې راغلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مۍ او جولای میاشتو ترمنځ په امنیتي پېښو کې د ۱۱ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. په دغه موده کې د طالبانو وسله‌والو مخالفانو، لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا اړوند د افغانستان د ازادۍ جبهې، د ۸۸ بریدونو ادعا کړې چې ۵۵ یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي دي. سنترل ایشیا ټایمز لیکي، خو دا بریدونه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو سره توپیر لري او اصلي موخه یې د افغانستان په داخل کې له…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 23:07:43

مهالوېش

  1. AF International

    د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-21 21:48:07

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button