EnglishKabulPoliticsافغانستان

د اسلامي امارت مشر له افغان ځواکونو غوښتي چې له قومیت او انډیوالۍ‌پالنې… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 06:47:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د اسلامي امارت مشر په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د وینا پر مهال د ا.ا له ځواکونو غوښتي چې د علم زده‌کړې ته دوام ورکړي، د بیت‌المال له وسایطو او وسلو سره احتیاط وکړي، له قومیت او انډیوالۍ‌پالنې ځان وساتي او د نظام ګټې تر شخصي ګټو لوړې وګڼي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت زعیم شیخ هبت الله اخوندزاده تېره ورځ په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د دغه قل اردو منسبوینو ته وینا کړې ده. هغه ویلي چې الله تعالی ته د مجاهد عبادت او د جهاد او لمانځه صفونه ډېر خوښ دي او مجاهد د الله تعالی د دین د لوړوالي او د دې لپاره جهاد کوي چې مسلمانان په ارامه د الله تعالی عبادت وکړي. ده زیاته کړې چې مجاهد باید لمونځ په سمه توګه او د ټولو ارکانو او شرطونو په پوره کولو ادا کړي او د دین په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د لمانځه په اړه، پوره معلومات ولري. هغه ویلي چې مجاهد دې اسلامي اخلاق او اداب په ځان کې راولي، ځکه خلک ورپسې اقتداء کوي. شیخ هبت الله اخوندزاده زیاته کړې: «لمونځ د کامیابۍ ذریعه ده، نبي کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د لمانځه ډير اهتمام کاوه، کوښښ وکړئ خپله دینداري په جامعه کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-22 06:47:04

Timeline

  1. Pajhwok

    د اسلامي امارت مشر له افغان ځواکونو غوښتي چې له قومیت او انډیوالۍ‌پالنې ځان وساتي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 11:09:55

د اسلامي امارت مشر له افغان ځواکونو غوښتي چې له قومیت او انډیوالۍ‌پالنې ځان وساتي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button