Developmentافغانستانبدخشانپښتو

بدخشان کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-05 01:14:29🎙 راډیو واورئ

Summary: د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ اړوند د صدیقي شهید لېسې لپاره د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. د بدخشان د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول عبدالغني عابدي وویل، چې دغه پروژه د شهر بزرګ ولسوالۍ د پوهنې امریت د صدیقي شهید لېسې د ادارې او د سیمې د یوه خیر غوښتونکي عبدالقدوس په مالي ملاتړ پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د ښوونځي نوې ودانۍ به ۲۰ درسي خونې ولري او له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۵۰۰ زده‌کوونکو ته د معیاري، خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال زمینه برابره کړي. د شهر بزرګ ولسوالۍ د پوهنې امر عبدالعزیز ضیایي د خیر غوښتونکو او د سیمې خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د پوهنې په برخه کې پانګونه د بشري ظرفیتونو د لوړولو او د ټولنې د پرمختګ لپاره مهمه ده.

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-05 01:14:29

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بدخشان کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 16:43:24

بدخشان کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button