DevelopmentEnglishKabulافغانستان
د پاکستان له زندانونو ۲۹۱ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شول — Pajhwok
کابل (پژواک)ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۹۱ افغان کډوال چې په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان په زندانونو کې بندیان شوي وو، د روانې اونۍ په اوږدو کې خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو ۲۷ تنه د کندهار د سپینبولدک او ۲۶۴ نور د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد کسان هېواد ته له راستنېدو وروسته ثبت شوي او د همکارو بنسټونو په مرسته د اوسېدو خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
Quick facts
LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-22 09:50:07
Timeline
-
Pajhwok
د پاکستان له زندانونو ۲۹۱ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شول
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-22 14:17:03
د پاکستان له زندانونو ۲۹۱ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شول