د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ولسوالۍ کې د ملکیت پر سر د پخوانۍ لانجې له امله د دوو مخالفو ډلو ترمنځ وسلهواله نښته شوې چې څلور کسان پکې وژل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي، په وژل شویو کې درې کسان د یوې او یو د بلې ډلې غړي دي. د قبایلو د انضمام ضد غورځنګ مشر حاجي بسم الله خان وايي، د خیبر پښتونخوا د اتو قبايلي او څلورو جنوبي ولسوالیو لپاره د سیمهییزو استازو او پرمختیايي شورا جوړول د فاټا د ادغام د بېرته لغوه کولو لومړی ګام دی. نوموړي ټینګار کړی چې د پخوانیو قبايلي سیمو خپلواک اداري جوړښت ته بېرته ستنېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې هم مرسته کولای شي. بسم الله خان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا لویه جرګه له تېرو اتو کلونو راهیسې د دغو سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت کوي. د هغه په وینا، جرګې له هماغه پیله د ادغام له بهیر سره مخالفت درلود، ځکه چې دا پرېکړه یې غیرواقعي بلله او په خبره یې، د قبایلي سیمو دودونه او د خلکو نظرونه پکې له پامه غورځول شوي وو. هغه ادعا کړې چې اوس د پېښو بهیر د دوی د دریځ سموالی څرګندوي. بسم الله خان د نوې شورا په جوړښت کې د څلورو جنوبي ولسوالیو پر…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په ملاکنډ کې د ځمکې پر سر وسلهواله نښته؛ څلور کسان وژل شوي
Sources
Afghan sources
په ملاکنډ کې د ځمکې پر سر وسلهواله نښته؛ څلور کسان وژل شوي