کابل (پژواک) – نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د اسلامي امارت د مخالفو ډلو له مشرانو سره له هغوی د احتمالي ملاتړ په اړه لیدنې کړې دي. د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اتو میاشتو جګړې له دوام سره اوس هم د جګړې د پای ته رسېدو نښې نه لیدل کېږي. په راپور کې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي، د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي چې د دغو کتنو په اړه معلومات لري او د اسلامي امارت د یوې مخالفې ډلې د یوه لوړپوړي افغان غړي له قوله ویل شوي چې پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو د اسلامي امارت د مخالفو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره د احتمالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې اسلامي امارت ویلي وو چې افغان ځواکونو د نورستان په ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ هغه وسلهوال وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي چې له پاکستان څخه افغانستان ته رااوښتي وو. سرچینې لیکلي، د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې چین په اپرېل میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو دغه خبرې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
نیویارک ټایمز: پاکستاني چارواکو د ا.ا له مخالفینو سره د احتمالي ملاتړ په اړه لیدنې کړې
Sources
Afghan sources
نیویارک ټایمز: پاکستاني چارواکو د ا.ا له مخالفینو سره د احتمالي ملاتړ په اړه لیدنې کړې