EnglishKabulافغانستانامنیت

ټرمپ: له ایران سره خبرې نه کوو، ډېر ژر به یو څه پېښ… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 16:37:43🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد یې له ایران سره خبرې نه کوي او «ډېر ژر به یو څه پېښ شي.» د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د جنوبي کارولاینا ایالت له یوې انتخاباتي غونډې څخه د بېرته راستنېدو پر مهال له خبریالانو سره کړې دي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له ایران سره خبرې کوي، ویلي: «نه، فکر کوم چې موږ خبرې نه کوو. په هر حال، ډېر ژر به یو څه پېښ شي.» ټرمپ زیاته کړې: «ډېری خلک داسې فکر کوي چې دا به له ټاکنو وروسته پېښ شي؛ باید وګورو چې څه کېږي.» نوموړي تر دې مخکې په انتخاباتي غونډه کې ویلي وو چې امریکا کولای شي همدا اوس له ایران سره جګړه پای ته ورسوي، خو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې پایله به یې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي. هغه ادعا کړې چې امریکا ایران له پوځي او مالي پلوه مات کړی او زیاته کړې یې ده چې تهران به «هېڅکله اټومي وسلې ونه لري.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا او اسراییلو پوځونو د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو د بیا پیل لپاره پلانونه جوړ کړي دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، لا څرګنده…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-22 16:37:43

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ: له ایران سره خبرې نه کوو، ډېر ژر به یو څه پېښ شي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 21:07:36

ټرمپ: له ایران سره خبرې نه کوو، ډېر ژر به یو څه پېښ شي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button