EnglishKabulافغانستانامنیت

پر سعودي عربستان د بریدونو له امله د نفتو نړۍوالې بیې له دوو… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 17:17:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د بریدونو او په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د پنجشنبې په ورځ د نفتو نړۍوالې بیې له دوو سلنو ډېرې لوړې شوې او د برنټ نفتو د یوه بېرل بیه له ۱۱۱ ډالرو واوښته. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د شیبه د نفتو پر ساحه د برید هڅې د انرژۍ د نړۍوالو اکمالاتو د احتمالي ګډوډېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د راپور له مخې، نن د برنټ نفتو د یوه بېرل بیه ۲٫۴ سلنه لوړه شوې او ۱۱۱٫۴۰ ډالرو ته رسېدلې ده. دغه‌راز، د امریکا د ویسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) نفتو د یوه بېرل بیه ۲٫۲۲ سلنه لوړه شوې او ۹۹٫۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۱مه) د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیسټم د ارامکو شرکت د شیبه د نفتو پر ساحې د برید په موخه یوه روانه بې‌پیلوټه الوتکه له منځه وړې چې د ټوټو د لوېدو له امله یې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي؛ خو د نفتو د تولید چارې نه دي اغېزمنې شوې. دغه راز، د همدې ورځې په ماښام د دمام ښار پر ملک فهد نړیوال هوايي ډګر هم برید شوی چې د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-22 17:17:06

Timeline

  1. Pajhwok

    پر سعودي عربستان د بریدونو له امله د نفتو نړۍوالې بیې له دوو سلنو ډېرې لوړې شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 21:44:02

پر سعودي عربستان د بریدونو له امله د نفتو نړۍوالې بیې له دوو سلنو ډېرې لوړې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button