Summary: د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په خندانشهر کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي دي. د درایم ولسوال مولوي محمد یونس جهادمل باختر اژانس ته ویلي، چې نن هغه مهال رامنځته شوه، چې د رونیکس موټر له اصلي سړک څخه واوښت او چپه شو. د نوموړي په وینا، د پېښې له ټپیانو څخه دوه تنه د لا زیاتو روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د فیضاباد ښار ته لېږدول شوي او د څلورو نورو روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی دی. د معلوماتو له مخې، د پېښې د لامل موندلو لپاره څېړنې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانبدخشان
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-10-22 19:29:09
خط زمانی
-
Bakhtar
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي