Summary: د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په بیدک سیمه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور وویل، چې ولسونو د اسلامي نظام د راتګ او د امنیت ټینګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او دوی هڅه کوي، چې د ولسونو د هوساینې لپاره ګڼې پراختیايي برنامې پلې کړي. نوموړي د هېواد په کچه بېلابېلو لویو او بنسټیزو پروژو ته په اشارې زیاته کړه، چې اوس مهال په لوګر کې د یاد وزارت له لوري د ۱۳ پروژو چارې روانې دي. ورته مهال، د لوګر مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین د یادې پروژې پیل د سیمې اوسېدونکو لپاره ارزښتناک وباله. د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت باختر اژانس ته وویل، چې پر دې پروژه ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د ۲۰ مترو په اوږدوالي د یوه پله جوړول، پر ۶۲ متره سړک جغل اچول او د ۱۰۹ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لوګر کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
لوګر کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې