کابل؛ د شيخ زاهد ښارګوټي هغه اپارتمانونه بېرته اخيستل کېږي، چې د قسطونو… — Bakhtar
Summary: د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل ښار کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستلو لپاره ټول اداري او تخنیکي چمتووالی بشپړ شوی او له ټاکلې مودې وروسته به یې د بېرته اخیستلو عملي لړۍ پیل شي. دغه وزارت په یوه خبرتیا کې ليکلي، چې دا پرېکړه د هغو اپارتمانونو په اړه شوې چې مالکانو یې په ټاکلي وخت کې د خپلو قسطونو ۵۰ سلنه نه دي تحویل کړي. د خبرتیا له مخې، د یادو اپارتمانونو د بېرته اخیستلو پرېکړه قطعي ده او د ټاکلې مودې له پای ته رسېدو وروسته به یې د عملي کېدو لپاره اقدامات وشي. ياد وزارت له اړوندو کسانو غوښتنه کړې، چې د دغې پرېکړې درناوی وکړي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستلو په بهیر کې خنډونه او ځنډ رامنځته نه کړي او د دې لړۍ د منظم پلي کېدو لپاره له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي. سرچينې زیاته کړې؛ د هغو اپارتمانونو مالکان، چې اپارتمانونه یې بېرته اخیستل کېږي، باید دغه وزارت ته مراجعه وکړي او خپلې مخکې ورکړل شوې پیسې ترلاسه کړي. د کور او ښار جوړولو وزارت په خبرتیا کې ټینګار شوی، چې له دې وروسته هېڅوک د شکایت حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې به جدي قانوني چلند ورسره وشي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کابل؛ د شيخ زاهد ښارګوټي هغه اپارتمانونه بېرته اخيستل کېږي، چې د قسطونو ۵۰ سلنه يې نه وي تحويل شوي
سرچینې
Afghan sources
کابل؛ د شيخ زاهد ښارګوټي هغه اپارتمانونه بېرته اخيستل کېږي، چې د قسطونو ۵۰ سلنه يې نه وي تحويل شوي