افغانستانامنیتبغلاندری

بغلان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سوداګریزو مارکېټونو… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityبغلان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-22 19:29:15🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د صرافانو لپاره د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې د ۱۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د بغلان مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس د دغو مارکېټونو د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې وویل، چې د امنیت په ټینګښت او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې هره ورځ په هېواد کې د بیارغونې او رغنیزو پروژو د پیل لپاره زمینه برابرېږي.نوموړي د خصوصي پانګه ‌والو له لوري د دغو مارکېټونو جوړول د بغلان د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د جوړولو چارې باید د ټاکل شویو معیارونو له مخې ترسره شي.ورته مهال، د بغلان د صرافانو اتحادیې مرستیال جاوید غفاري باختر اژانس ته وویل، چې دغه مارکېټونه به پر ۱۳۰۰ متره مربع ځمکه، په پنځو پوړونو کې جوړ شي.د نوموړي په وینا، په دغو مارکېټونو کې به ۱۴۰ دوکانونه، ځانګړي ځایونه، د لیلام مرکز، جومات او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې وي او د جوړولو چارې به یې په لسو میاشتو کې بشپړې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانبغلان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-22 19:29:15

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بغلان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-22 08:53:50

بغلان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button