اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې او د دې ادارې د چارواکو هڅې د ساخاروف جایزې په ورکولو سره ستایلي دي. دا جایزه په داسې حال کې دغې محکمې ته ورکول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پر یادې ادارې پراخ بندیزونه لګولي دي. د دې موسسې په وینا، د «ممکن راتلونکي» جایزې په لومړي پړاو کې په ۱۰ برخو کې ۱۲ اغېزناکو شخصیتونو ته جایزې ورکړل شوې دي. په دغو برخو کې نوښت، عدالت غوښتنه، د ټولنې هڅونه، مشري او د دوامدارو بدلونونو رامنځته کول شامل دي. نېشنسول ویلي، د جایزو ګټونکي د یوې انتخاباتي پروسې له لارې، د کارپوهانو او پېژندل شویو شخصیتونو په سلا مشوره ټاکل شوي دي. په دغو شخصیتونو کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، امریکايي لیکوال او ټولنیز ارواپوه جاناتن هایټ او د «اکوینګ ګرین» سازمان اجرایوي مشره شېرل ډورسي هم شامل وو. یادې موسسې زرقه یفتلي د «مدافع» په برخه کې د جایزې ګټونکې معرفي کړې ده. د نیشنسول په وینا، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو، د ستونزو د حل پر اړتیا په ټینګار او د عدالت غوښنتې د وسیلو په کارولو سره د مثبتو بدلونونو لپاره هڅې کوي. زرقه یفتلي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې ته د ساخاروف د «فکري ازادۍ» جایزه ورکړه
Sources
Afghan sources
اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې ته د ساخاروف د «فکري ازادۍ» جایزه ورکړه