EnglishKabulافغانستانامنیت

عراقچي: د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم لګېدونکې پيسې د امريکايي ماليه ورکوونکو… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-23 07:37:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم د امریکا د ۱۱ میلیارد ډالرو لګښت ته په اشاره ویلي چې د دغه ملاتړ لګښت د امریکایي مالیه‌ورکوونکو له پيسو ورکول کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «متحده ایالتونو په تېرو درېیو کلونو کې د مالیه‌ورکوونکو ۱۱ میلیارد ډالر د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم لګولي دي.» عراقچي ادعا کړې چې د اسرائیل د دفاع لپاره خپله تر اسرائيل امريکا ډېر دفاعي توغندي توغولي دي. نوموړي زیاته کړې: «دا نور د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکه نه ده، بلکې یوه استثماري او یو اړخیزه اړیکه ده.» عراقچي په خپل دغه پیغام کې یوه جدول ته اشاره کړې چې په کې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د اسرائیل د دفاع لپاره د امریکا له لوري د توغول شوو دفاعي توغندیو د شمېر او لګښت په اړه خپاره شوي اټکلونه وړاندې شوي دي. د یادونې ده، امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال د ګډو پوځي همکاریو په چوکاټ کې په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-23 07:37:05

Timeline

  1. Pajhwok

    عراقچي: د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم لګېدونکې پيسې د امريکايي ماليه ورکوونکو دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 12:02:53

عراقچي: د اسرائیل پر توغندیز دفاعي سیسټم لګېدونکې پيسې د امريکايي ماليه ورکوونکو دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button