کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په منځني ختیځ کې پایداره سوله د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته ناشونې ده او باید اسرائیلو ته اجازه ورنه کړل شي چې د امریکا او ایران ترمنځ شوې هوکړه ګډوډه کړي. د الجزیرې د راپور له مخې، اردوغان دغه څرګندونې نن (شنبه) په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه غونډه کې کړې دي. هغه وویل: «هر هغه حللار چې د سیمې د هېوادونو پر ارادې او ګډون ولاړه نه وي، تلپاتې کېدای نه شي.» اردوغان زیاته کړه: «موږ د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې ګډوډولو لپاره د اسرائیلو د حکومت هڅې له نږدې څارو. باید د اسرائیلو اوسني حکومت ته چې جګړهغوښتونکی چلند لري، اجازه ورنه کړل شي چې یو ځل بیا زموږ سیمه په جګړه او وینو کې ډوبه کړي.» د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې د کمزوري کولو پر هڅه تورن کړ او پر غزې، لبنان او سوریې یې د دغه هېواد بریدونه هم وغندل. د راپور له مخې، د امریکا او ایران پلاوو تېره اونۍ په قطر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته د خبرو د پرمخ وړلو په موخه غیرمستقیمې خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي هم ویلي، تهران…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اردوغان: اسرائیلو ته باید د امریکا او ایران د هوکړې د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي
منابع
Afghan sources
اردوغان: اسرائیلو ته باید د امریکا او ایران د هوکړې د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي