KabulPoliticsافغانستاندری

یونان له ۱۵ کلنو د کم‌عمره ماشومانو لپاره ټولنیزې شبکې محدودوي — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-23 08:22:57🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د یونان پارلمان یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلنو کم‌عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منعه کېږي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه بندیز نن (جمعه) تصویب شوی او د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به عملي شي. د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میټسوټاکیس ویلي چې د ټولنیزو شبکو شرکتونه شاوخوا دوه‌نیمې میاشتې وخت لري څو د کاروونکو د عمر د تایید او د هغوی د شخصي حریم خوندیتوب لپاره یوه مناسبه حل‌لاره رامنځته کړي. د یونان حکومت وایي چې دغه اقدام د ټولنیزو شبکو له بې اندازې کارولو د ماشومانو د ساتنې او د هغوی خوب، تمرکز او ټولنیزو اړیکو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په موخه شوی دی. د یادونې ده، اسټرالیا هم تېر کال لومړنی هېواد و چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د ټولنیزو شبکو کارولو د محدودولو لپاره یې قانون تصویب کړ.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-23 08:22:57

خط زمانی

  1. Pajhwok

    یونان له ۱۵ کلنو د کم‌عمره ماشومانو لپاره ټولنیزې شبکې محدودوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 12:52:37

یونان له ۱۵ کلنو د کم‌عمره ماشومانو لپاره ټولنیزې شبکې محدودوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button