کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د چین د شاندونګ ولایت له لینیي ښاره د افغانستان حیرتان بندر ته د سوداګریزو توکو لومړنی مستقیم اورګاډی چې د شاوخوا اته میلیونه یوانو په ارزښت توکي پکې بار دي، راروان شوی دی. د چین «شین هوانګه» رسنۍ راپور ورکړی چې دغه اورګاډی د اکټوبر په ۲۱مه روان شوی او تمه کېږي چې له ۲۰ ورځو وروسته افغانستان ته ورسېږي. په راپور کې راغلي چې دغه اورګاډی د لینیي ښار تولید شوي نساجي محصولات، کیمیاوي خام مواد، وسایل او ساختماني ماشینونه لېږدوي او د خورګوس له سرحدي لارې به د منځنۍ اسیا ترانزیټي مسیر ته داخل شي. د راپور له مخې، له دې مخکې له شاندونګ څخه افغانستان ته د توکو لېږد تر ډېره د سړکونو یا د اوسپنې پټلۍ او سړکونو د ګډ ټرانسپورټ له لارې کېده چې لوړ لګښتونه او د لېږد نامعلوم وختونه یې لرل. سرچینې لیکلي چې د اوسپنې پټلۍ د دغه مستقیم مسیر جوړېدل د توکو د لېږد او د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یوه نوې لاره برابروي. دا د سوداګریزو توکو لومړنی ځانګړی اورګاډی دی چې د چین له شاندونګ ولایت څخه په مستقیم ډول د افغانستان د حیرتان بندر پر لور روان شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
له سوداګريزو توکو بار لومړنی ځانګړی رېلګاډی له چین څخه د حيرتان بندر پر لور راروان شو
Sources
Afghan sources
له سوداګريزو توکو بار لومړنی ځانګړی رېلګاډی له چین څخه د حيرتان بندر پر لور راروان شو