ایران د ترکیې پر لور په لېږد کې د افغانستان د مالوچو ترانزیټي رول ولوباوه
د افغانستان د ټولګټو وزارت ترکیې ته د دغه هېواد د ۶۰۰ ټنه مالوچو د صادراتو خبر ورکړی چې د خواف–هرات د ریل پټلۍ او د ایران د رېلپټلۍ چینل له لارې لېږدول شوي دي. د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ وئیلي دي چې د مالوچو د دغې جوپې لېږد د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې ترسره شوی دی. د افغانستان د ټولګټو وزارت د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ لاره د دغه هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو څخه وبلله او ټینګار ئې وکړ چې د رېلپټلۍ د چینلونو پراختیا د توکو د لېږد لګښتونه او وخت کمولی او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي زمینه برابرولی شي. د خواف–هرات د ریل پټلۍ لار د ایران او افغانستان د ټرانسپورټي همکاریو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي. دغه پروژه د دې لپاره جوړه شوې چې افغانستان د ایران له رېلپټلۍ چینل سره ونښلوي او د دواړو هېوادونو او د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي. دغه رېلپټلۍ، د توکو د لېږد د اسانتیا ترڅنګ، پر دودیزو سړکلارو د افغانستان تکیه کمولی او سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته د دغه هېواد لاسرسی ښه کولی شي. د دې رېلپټلۍ لومړۍ برخه د ۱۳۹۹ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې پرانیستل…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ایران د ترکیې پر لور په لېږد کې د افغانستان د مالوچو ترانزیټي رول ولوباوه
Sources
External sources
ایران د ترکیې پر لور په لېږد کې د افغانستان د مالوچو ترانزیټي رول ولوباوه