د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ویلي، د هند په ملاتړ له فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو پر وړاندې به مبارزه په بشپړ ځواک روانه وي او دغه ډلې به چې هر چېرې وي، په نښه کړي. د قبایلو د انضمام ضد غورځنګ مشر حاجي بسم الله خان وايي، د خیبر پښتونخوا د اتو قبايلي او څلورو جنوبي ولسوالیو لپاره د سیمهییزو استازو او پرمختیايي شورا جوړول د فاټا د ادغام د بېرته لغوه کولو لومړی ګام دی. نوموړي ټینګار کړی چې د پخوانیو قبايلي سیمو خپلواک اداري جوړښت ته بېرته ستنېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې هم مرسته کولای شي. بسم الله خان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا لویه جرګه له تېرو اتو کلونو راهیسې د دغو سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت کوي. د هغه په وینا، جرګې له هماغه پیله د ادغام له بهیر سره مخالفت درلود، ځکه چې دا پرېکړه یې غیرواقعي بلله او په خبره یې، د قبایلي سیمو دودونه او د خلکو نظرونه پکې له پامه غورځول شوي وو. هغه ادعا کړې چې اوس د پېښو بهیر د دوی د دریځ سموالی څرګندوي. بسم الله خان د نوې شورا په جوړښت کې د څلورو جنوبي ولسوالیو پر شاملېدو هم اعتراض کړی او ویلي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
عاصم منیر: د هند په ملاتړ له فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو سره به مبارزه په بشپړ ځواک روانه وي
Sources
Afghan sources
عاصم منیر: د هند په ملاتړ له فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو سره به مبارزه په بشپړ ځواک روانه وي