EnglishKabulافغانستانامنیت

روسیه، امریکا او اوکراین راتلونکې مياشت په ابوظۍ کې د سولې په اړه… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-23 14:27:29🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – ټاکل شوې روسیه، امریکا او اوکراین د نومبر په لومړۍ نیمایي کې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د سولې په اړه خبرې وکړي؛ په همدې حال کې دواړو لورو د ۲۷۰-۲۷۰ جنګي بندیانو او د وژل شوو سرتېرو د جسدونو تبادله هم کړې ده. د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د درې اړخیزو خبرو تمرکز به د سولې له هوکړې وروسته د روسیې او اوکراین د امنیت پر تضمینونو وي. بلخوا، سپینې ماڼۍ ویلي چې روسیې او اوکراین د اوکراین په جنوبي برخه کې د اولېشکي ښار لپاره پر لنډمهالي اوربند هوکړه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، دغه اوربند به د اکټوبر له ۲۹مې پیل شي، څو بشري مرستې سیمې ته ورسېږي او ملکي وګړي له خوندي لارې ووځي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې روسیې او اوکراین د جګړې ۲۷۰-۲۷۰ بندیان تبادله کړي دي. همدارنګه، د شینهوا د راپور له مخې، د بېلاروس دولتي خبري اژانس «بلتا» ویلي چې روسیې او اوکراین د بېلاروس او اوکراین پر پوله د وژل شوو سرتېرو د جسدونو بله تبادله هم کړې ده. په دې تبادله کې روسیې اوکراین ته د ۲۵۲ سرتېرو جسدونه سپارلي او اوکراین روسیې ته د ۲۵ سرتېرو جسدونه سپارلي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-23 14:27:29

Timeline

  1. Pajhwok

    روسیه، امریکا او اوکراین راتلونکې مياشت په ابوظۍ کې د سولې په اړه خبرې کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 18:54:25

روسیه، امریکا او اوکراین راتلونکې مياشت په ابوظۍ کې د سولې په اړه خبرې کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button