KabulPoliticsافغانستانپښتو

خوست او تخار کې هم افغان – ترک ښوونځي پرانیستل کېږي — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-23 15:13:30🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د ترکیې معارف بنسټ وایي، په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخوي او هڅه کوي چې د خپلو ښوونځیو د زده‌کوونکو شمېر له څه باندې ۶ زرو څخه ۸ زرو ته لوړ کړي. د دغه بنسټ د افغانستان څانګې مرستیال استازي ابراهیم فاتح ګوچلو د میدان‌وردګو ولایت په افغان ـ ترک ښوونځي کې د زده‌کوونکو د علمي او ساینسي پروژو نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي، پلان لري چې په خوست او تخار ولایتونو کې هم ښوونځي پرانیزي. هغه زياته کړې: «اوس‌مهال زموږ ښوونیز فعالیتونه د هلکانو لېسو، لومړنیو ښوونځیو او وړکتونونو برخه رانغاړي. دا مهال په ټول افغانستان کې له ۶ زرو څخه ډېر زده‌کوونکي لرو. موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې دا شمېر له ۸ زرو څخه واړوو.» د نوموړي په خبره، په خوست ولایت کې د یوه نوي ښوونځي پرانیستلو لپاره هم هڅې روانې دي. د راپور له مخې، په میدان‌وردګو کې د افغان ـ ترک ښوونځي زده‌کوونکو د مصنوعي ځیرکتیا، بې‌پیلوټه الوتکو او نورو نوښتګرو برخو په اړه ۲۵ علمي او ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې دي. د ترکیې معارف بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پیل کړي او د دغه بنسټ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په اوو ولایتونو کې له ۲۰ ډېر ښوونیز مرکزونه لري.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-23 15:13:30

مهالوېش

  1. Pajhwok

    خوست او تخار کې هم افغان – ترک ښوونځي پرانیستل کېږي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 19:43:21

خوست او تخار کې هم افغان – ترک ښوونځي پرانیستل کېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button