DevelopmentEnglishافغانستانفاریاب

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي — Bakhtar

DevelopingDevelopmentفاریاب1 SourcesUpdated: 2026-10-23 19:32:06🎙 Listen to radio

Summary: د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د دغه ولایت په خیبر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله د ۲۴ ښځو او نجونو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالله مرادي باختر آژانس ته ویلي چې دغه پېښه نن (جمعه)، د خیبر ولسوالۍ د کته‌ریش په کلي کې د یوه فلان‌کوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې چې د یاد موټر سپرلۍ د واده په یوه مراسمو کې د ګډون په موخه د یادې ولسوالۍ د ایستال کلي په لور روانه وه. ښاغلي مرادي د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی ښودلی دی. هغه ویلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Quick facts

Locationفاریاب
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-23 19:32:06

Timeline

  1. Bakhtar

    فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-23 16:56:57

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button