د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟ -… — Bbc
د افغان کرېکټ ستوري لوبغاړي راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان له نننۍ یو ورځنۍ لوبې سره په ټولو فارمټونو کې ۲۵۰ نړيوالې لوبې بشپړې کړې. نوموړي تر دې مهاله ټولې شپږ ټېسټ لوبې، ۱۲۶ يو ورځنۍ او ۱۱۸ شل اوریزې نړيوالې لوبې کړې دي او په دې ټولو لوبو کې یې ۴۷۹ لوبغاړي سوځولي دي. راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د همدې زېمبابوې پر وړاندې لومړۍ نړيواله لوبه وکړه او له هغه راهيسې یې په کم عمرۍ کې نړيوال شهرت وموند او د خپلې چټکې او دقيقې توپ اچونې پر مټ اوس د کرېکټ نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې د نړۍ په کچه د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی. د ده له ریکارډ ښکاري چې هره لوبه کې د راشد خان ونډه څومره مهمه ده. دی په هر فارمټ کې ځلېدلی، خو تر ټولو ډېرې وېکټې یې په يو ورځينو کې اخيستې دي. نوموړی د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې هم لوبېدلی او ګڼې لاسته راوړنې یې لرلې دي. راشد خان تر دې مهاله ټولې ۱۲۶ یو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړې دي. په يو ورځنيو لوبو کې یې ټولې ۲۳۷ وېکټې اخيستې دي. نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان له اړخه لومړی لوبغاړی دی چې له ۲۰۰ ډېرې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟ – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟ – BBC News پښتو