په خیبرپښتونخوا کې د «وفاق المدارس العربیه پاکستان» مشر مولانا حسین احمد د دیني مدرسو په تړاو د ثمر بلور د خبرو غبرګون کې ویلي، له ترهګرۍ سره د دیني مدرسو تړل له حقایقو لرې خبره ده. نوموړي د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو له سلاکارې بلور څخه غوښتي چې له داسې بېبنسټه څرګندونو ډډه وکړي. د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسلهوالو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسلهوالو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نهګڼي.هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسلهوالو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي. فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي. هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
مولانا حسین احمد ثمر بلور ته: دیني مدرسې له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نهلري
سرچینې
Afghan sources
مولانا حسین احمد ثمر بلور ته: دیني مدرسې له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نهلري