ځايي سرچینې افغانستان- انټرنشنل پښتو ته وايي، د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ د دښت چیري کنچتي په سیمه کې پر کرنیزو ځمکو د یوه ادعا شوي ډرون برید له امله یو کروندګر وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي. دغه برید هغه مهال شوی چې کروندګر پر خپلو کرنیزو چارو بوخت وو. د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسلهوالو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسلهوالو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نهګڼي.هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسلهوالو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي. فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي. هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په بلوچستان کې پر کرنیزو ځمکو د ډرون په برید کې یو کروندګر وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي
سرچینې
Afghan sources
په بلوچستان کې پر کرنیزو ځمکو د ډرون په برید کې یو کروندګر وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي