EnglishKabulSportsافغانستان

د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-24 06:27:22🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړۍوال فسټیوال سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د سیرالیون هېواد له لوبډلې سره ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او سیرالیون ترمنځ لوبه به د اذربایجان په کوربه‌توب د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۳:۰۰ بجې ترسره شي. د فوټبال فدراسیون ویلي چې افغان لوبډلې د دې لوبې لپاره خپل وروستي تمرینات پرون د روزونکي الیاس‌احمد منوچهر تر لارښوونې لاندې ترسره کړل. د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د روسیې، ترکیې، سیرالیون، جیبوټي او د سوډان له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. د یادونې ده، دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له لوري جوړېږي چې موخه یې د ځوانو فوټبالرانو لپاره د نړۍوالو سیالیو د فرصتونو برابرول او د هغوی د استعدادونو وده ده. #افغانستان #فوټبال #سیرالیون #فوټبال_فستیوال #Afghanistan #Football #SierraLeone #FIFAFestival

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-24 06:27:22

Timeline

  1. Pajhwok

    د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له سیرالیون سره لوبه کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-24 10:56:50

د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له سیرالیون سره لوبه کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button