Healthافغانستانپښتوزابل

زابل کې د دوو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرHealthزابل1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-24 07:38:36🎙 راډیو واورئ

Summary: د زابل ولایت په ارغنداب او خاک افغان ولسوالیو کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز عمومي روغتون او یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې. د یادو روغتونونو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د زابل مرستیال والي ملا فیض‌الله تمیم، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د پوهنې رئیس، د ارغنداب او شاجوی ولسوالانو، خالد اخندزاده او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې د ارغنداب ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د مشرتابه له ځانګړې بودیجې څخه د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.نوموړي زیاته کړې، چې د خاک افغان ولسوالۍ په ګزک سیمه کې هم د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.د نوموړي په وینا، د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به د ارغنداب او خاک افغان ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې راکمې شي.

لنډ معلومات

ځایزابل
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-24 07:38:36

مهالوېش

  1. Bakhtar

    زابل کې د دوو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-24 05:25:30

زابل کې د دوو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button