اروپايي ټولنې د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په اړه پر طالبانو نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د نجونو پر زدهکړو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. د فارس خبري اژانس د رپورټ له مخې، اروپايي ټولنې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو څخه د څه باندې ۲.۲ میلیونه افغان نجونو د محرومیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې بندیز د بېقیدوشرط لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده. طالبانو په افغانستان باندې له واکمنېدو وروسته،د نجونو لیسې بندې کړې او هغوي یې له زدهکړو محرومې کړې. د طالبانو د دې اقدام پنځه کاله تېر شوي، خو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو هېڅ هیله نه لیدل کېږي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د یونیسکو بدیلې ښوونیزې برنامې د رسمي او باکیفیته زدهکړو ځای نه شي نیولی.
Quick facts
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-24 09:06:41
Timeline
-
Parstoday
اروپا پر طالبانو نیوکه وکړه