کابل (پژواک) – د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په خوست کې د امنیه قوماندانۍ لپاره د نوې جوړې شوې اداري ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې په ټول هېواد کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټيټې شوې دي. د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ لپاره د د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه ودانۍ ۸۶ کاري خونې، د ډوډۍ خوړلو ځای، معیاري اشپزخانه، د ۴۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لرونکی جومات او نور اړین ملحقات لري. کورنیو چارو وزیر د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې اوسمهال افغانان له رواني او فزیکي امنیت څخه برخمن دي او د هېواد ۳۴ ولایتونو کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټيټې شوې دی. نوموړي دغهراز زیاته کړې: «ځینې مغرض کسان له اوسني امنیت څخه خوښ نه دي او هڅه کوي چې خلکو ته اندېښنې او ستونزې پیدا کړي.» کورنیو چاوز وزیر همدارنګه په ټولنه کې د خلکو ترمنځ همغږي او یووالی نه ماتېدونکی قوت بللی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
حقاني: په ټول هېواد کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټیټې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
حقاني: په ټول هېواد کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټیټې شوې دي