کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په نصیراباد ولسوالۍ کې د برېښنا یوه پایه پر بمونو الوځول شوې چې له امله یې د پاکستان د سند او پنجاب ایالتونو د څو ښارونو او سیمو برېښنا پرې شوې ده. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د شنبې ورځې سهار د بلوچستان د نصیراباد ولسوالۍ اړوند د دیره مراد جمالي بازار ته څېرمه په «ګوټ مغل خان بګټي» سیمه کې شوې ده. د نصیراباد د پولیسو مشر اسدخان ناصر ویلي چې ناپېژانده کسانو د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد یوه پایه پر بم الوځولې ده. ځايي چارواکي وايي چې د دې پېښې له امله له «اوچ» برېښناکوټه د برېښنا لېږد ګډوډ شوی او د شکارپور، رحیمیارخان، صادقاباد، سکر، لارکانه، جیکباباد، کشمور او ګدو ښارونو ترڅنګ د دیره مراد جمالي د ځینو سیمو برېښنا پرې شوې ده. پولیسو او امنیتي ځواکونو له دې پېښې وروسته د چاودنې سیمه کلابنده کړې، شواهد یې راټول کړي او د عاملینو د موندلو پلټنه یې روانه کړې ده. چارواکو ویلي چې د امنیتي ادارو له لوري د سیمې خوندیتوب له تایید وروسته به د ویجاړې شوې ستنې د بیارغونې چارې پیل شي. تر اوسه هيڅ ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او په اغېزمنو سیمو کې د برېښنا د بېرته نښلېدو کره وخت هم نه دی معلوم…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
بلوچستان کې د برېښنا یوه پایه پر بمونو الوځول شوې ده