مولوي سراج الدین حقاني، چې د افغانستان د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د نوۍ جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته د سپارلو مراسموته ورغلی وو ، په خپلې وینا کې پر امنیتی چارواکو او ځواکونو بیا ځلې غږ وکړ، چې له ولسي خلکو سره نرم چلند هم ستاسو په دندې او هم د ولس په چوپړ کې حسابیږي. زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د طالبانود حکومت کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني امنیتي چارواکو او ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د طالبانو مشر د فرمانونو د تطبیق پر مهال له خلکو سره نرم او د ورورولۍ چلند وکړي. د افغانستان د کورنیوچارو وزیر وویل، د طالبانو مشرتابه د فرمانونو د تطبیق پر مهال نرم اووروګلویز چلند پر تاسو د خلکو باور لاهم زیاتولی شي. سراج الدین حقانی په خپلوخبرو کې وویل، افغانستان له خورا پیچلو پړاوونو راوتلی او اوس د پرمختیا ، تامیناتو او رغاونې مرحلې ته وارد شوی دی. هغه وویل، په هېواد کې عمومی امنیت دغه ډول پروژو پلې کولوته زمینه برابره کړې ده.دکورنیوچارو وزیردخوست ولایت د هغه ولسوالیو اوسیدونکو، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي ستاینه وکړه ویي ویل، د پاکستان د تیري پرمهال ئې د امنیتی ځواکونو ملاتړ وکړ. هغه وویل، د امنیت خوندي توب اود پولو ساتنه امنیتي ځواکونواو ولسي وګړو ګډ مسولیت دی. د خوست ولایت د والي ویاند…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان د حکومت امنیتی ځواکونه دې له خلکو سره نرم چلند کوي
منابع
External sources
د افغانستان د حکومت امنیتی ځواکونه دې له خلکو سره نرم چلند کوي