DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ای‌سي‌سي د یو ورځنیو لوبو په تازه… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-25 06:28:24🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) ـ د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له انګلیستان څخه مخکې شوې او اووم مقام یې خپل کړی دی. د کرکټ نړۍوالې شورا د تازه درجه‌بندۍ له مخې، افغانستان د ۹۴ نومرو په ترلاسه کولو سره اووم او انګلیستان د ۹۳ نومرو په ترلاسه کولو اتم مقامونه خپل کړي دي. همدارنګه په دې درجه‌بندۍ کې هند په لومړي، نیوزلینډ په دویم، سوېلي افریقا په درېیم، پاکستان په څلورم، اسټرالیا په پنځم او سریلانکا په شپږم مقامونو کې راغلي دي. افغان لوبډله داسې مهال اووم مقام ترلاسه کوي چې د تېرې جمعې په ورځ یې د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درې‌اړخیزو سیالیو اتلولي وګټله.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-25 06:28:24

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ای‌سي‌سي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-25 10:57:19

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ای‌سي‌سي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button