د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایسيسي د یو ورځنیو لوبو په تازه… — Pajhwok
کابل (پژواک) ـ د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له انګلیستان څخه مخکې شوې او اووم مقام یې خپل کړی دی. د کرکټ نړۍوالې شورا د تازه درجهبندۍ له مخې، افغانستان د ۹۴ نومرو په ترلاسه کولو سره اووم او انګلیستان د ۹۳ نومرو په ترلاسه کولو اتم مقامونه خپل کړي دي. همدارنګه په دې درجهبندۍ کې هند په لومړي، نیوزلینډ په دویم، سوېلي افریقا په درېیم، پاکستان په څلورم، اسټرالیا په پنځم او سریلانکا په شپږم مقامونو کې راغلي دي. افغان لوبډله داسې مهال اووم مقام ترلاسه کوي چې د تېرې جمعې په ورځ یې د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درېاړخیزو سیالیو اتلولي وګټله.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایسيسي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې اووم مقام خپل کړی
منابع
Afghan sources
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایسيسي د یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې اووم مقام خپل کړی