خبرونه

پاکستان په تېرو دوو میاشتو کې پنځه لکه افغانان ستانه کړي

د خبر مهمې
  • په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستنه پنځه لکه کډوال ستانه شوي
  • په همدې موده کې له ایرانه هم درې لکه کډوال ستانه شوي
  • دا لړۍ اوس هم روانه ده او په ورځ کې دوه زره شاوخوا کسان ستنېږي

پاکستان په تېرو دوو میاشتو کې له هغې راهیسې چې په زوره يې له هغه هېواده د افغانانو د ایستلو پرېکړه کړې له پنځو لکو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته په زوره ستانه کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي، هلته د افغان کډوالو د نیولو او په زوره ستنولو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ سلګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت د شمېرو له مخې له پنځو لکو ډېر افغانان په دې موده کې له پاکستانه ور ستانه کړی شوي، که څه هم د پاکستان د حکومت شمېرې تر دې کمې ۴۷۰۰۰۰ زره شاوخوا دي.

افغانستان ته له ایرانه هم په زوره د افغان کډوالو د ور ستنولو لړۍ روانه ده او په همدې تېرو دوو میاشتو کې تر درېو لکو ډېر افغانان ورستانه کړی شوي.

په افغانستان کې د سخت ژمي په اوږدو کې هم هره ورځ له ایرانه شاوخوا یو نیم زر افغانان بېرته خپل هېواد ته ور اړول کېږي چې دا کډوال بیا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دايمي مېشتېدنو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اړوندې مقالې

Back to top button