د ازبکستان پلازمېنه تاشکند اړوند د ختیځ پېژندنې په دولتي پوهنتون کې په یوویشتمه پېړۍ کې د افغانستان او ایران پېژندنې علمي کنفرانس جوړ شو. په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څېړونکي او کارپوهان راټول شوي وو او د سیمې د ژبې، ادبیاتو، کلتور، تاریخ او سیاسي بدلونونو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه. د تاشکند د ختیځپېژندنې دولتي پوهنتون رئیسې سعادت ناصرووا، په ازبکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمدعلي اسکندري، او د انسانپېژندنې څېړونکي او د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت پخواني سلاکار سید عسکر موسوي، د دې کنفرانس له ویناوالو څخه وو. د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان ادبي اړیکې، د فارسي او پښتو ژبې، د سغدي ژبې ځانګړتیاوې، سیمهییزې اړیکې او د زردشتي فلسفي او کلتوري میراث په څېر موضوعات وڅېړل شول.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
تاشکند کې د ایران او افغانستان پېژندنې علمي کنفرانس جوړ شو
منابع
External sources
تاشکند کې د ایران او افغانستان پېژندنې علمي کنفرانس جوړ شو