وروسته له هغې چې د افغانستان سرپرست حکومت د اسلامآباد وروستي تورونه رد کړل، هغه تورونه چې له مخې یې کابل د پاکستان په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن شوی و، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت یو ځل بیا طالبان او د هغوی مشران په کندهار کې د بېثباتۍ له عاملانو سره په همکارۍ تورن کړل او د افغانستان له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د خپل ګاونډي هېواد امنیتي اندېښنو ته پاملرنه وکړي. د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د کابل پر وړاندې د اسلامآباد وروستي دریځ ته غبرګون وښود او ادعا یې وکړه چې د پاکستان پوځي کړۍ او نورې امنیتي ادارې هر کله چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې پاتې راشي، د دغو پېښو مسؤولیت پر افغانستان ور اچوي. مجاهد په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د ناامنۍ رامنځته کېدل، که په غیرارادي ډول وي او که د هغې د ملاتړ له لارې، په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه دي. خو د نوموړي په وینا، پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي مسؤولیتونو پر ځای پر افغانستان په ناسم ډول پړه اچوي او د دې تصور په غبرګون کې د افغانستان د بېثباته کولو لپاره پر داسې اقداماتو لګښتونه کوي. دغه وزارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې د موندنو په استناد،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د کابل او اسلامآباد ترمنځ یو بل ته د نویو تورونو د لړۍ په اړه غبرګونونه
سرچینې
External sources
د کابل او اسلامآباد ترمنځ یو بل ته د نویو تورونو د لړۍ په اړه غبرګونونه