Englishافغانستانامنیت

آلمان کې د هوايي ډګرونو مخې ته د مهاجرو د اخراج ضد لاريونونه — Dw

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-25 11:57:22🎙 Listen to radio

د آلمان د پولیسو د اټکلونو له مخې، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۴مه) د آلمان په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې د کډوالو د ایستلو او د ایستلو تر مخه د توقیف پر ضد سلګونو کسانو اعتراضونه وکړل. د مونیخ هوايي ډګر ته نږدې له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون کړی و. په لایپڅیګ کې د ګډونوالو شمېر شاوخوا ۴۰۰، په فرانکفورټ کې ۳۰۰ او په برلین برانډنبورګ هوايي ډګر کې ۱۵۰ کسان اټکل شوی دی. د کولون بون او دوسلدورف په هوايي ډګرونو کې بیا د پولیسو په وینا هر ځای شاوخوا ۵۰ کسان راټول شوي وو. هغه ایتلاف چې دغه اعتراضونه یې تنظیم کړي وو، شمېرې لوړې ښودلې او ویلي یې دي چې د بېلابېلو نوښتونو په لاریونونو کې «څو زره کسانو» ګډون کړی دی. د ایتلاف په وینا، د هوايي ډګرونو تر څنګ په بیلفیلد او هانوفر ښارونو کې هم اعتراضونه ترسره شوي دي. د تنظیموونکو د معلوماتو له مخې، اعتراضونه د رد شویو پناه غوښتونکو د ایستلو، د ایستلو لپاره د توقیف او د همدې موخې لپاره د زیربناوو د پراختیا پر ضد وو. To view this video please enable JavaScript, and consider upgrading to a web browser that supports HTML5 video په لایپڅیګ کې اعتراضونه تر ډېره د هغو چارټر الوتنو پر ضد وو چې افغانستان ته د ایستل شویو کسانو…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-25 11:57:22

Timeline

  1. Dw

    آلمان کې د هوايي ډګرونو مخې ته د مهاجرو د اخراج ضد لاريونونه

Sources

External sources

DwPS
2026-10-25 11:54:05

آلمان کې د هوايي ډګرونو مخې ته د مهاجرو د اخراج ضد لاريونونه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button