Englishافغانستانامنیت

سعودي عربستان د پولیو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-25 23:30:57🎙 Listen to radio

یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، چې ځینې افغان کډوال تر څو اونیو بند او د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې د دېوال په اوږدو کې له جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي. له دغو پناه‌غوښتونکو یوه کس ویلي، چې په چالدران سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپي افغانان شته چې د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له توقیف‌خونو څخه ایستل شوي دي. په لېږل شویو ویډیوګانو کې نږدې ۲۰ ځوانان لیدل کېږي چې تر دوو خېمو لاندې په کمپلو کې نغښتي دي. د ځینو بدنونه ټپیان او په وینو ککړ ښکاري او د ځینو پر مخونو هم ژور ټپونه لیدل کېږي. یو افغان کډوال وايي، شاوخوا درې اونۍ د ترکیې د سرحدي ځواکونو په بند کې و. د ده په وینا، نیول شویو کسانو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او په بېلابېلو لارو شکنجه کېدل. دغه کډوال ویلي، چې ځینې کسان یې په هغو خونو کې اچول چې سپي پکې ساتل کېدل او هغه کسان یې لا ډېر وهل ټکول چې له جبري کاره یې انکار کاوه یا یې د تېښتې هڅه کوله. یو بل پناه‌غوښتونکي ادعا کړې، چې ځینې کډوال یې لوڅول او جنسي ځورونې او شکنجې ته یې اړ ایستل. هغه همداراز ویلي، چې یو شمېر افغانې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-25 23:30:57

Timeline

  1. AF International

    سعودي عربستان د پولیو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-25 20:59:14

سعودي عربستان د پولیو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button