د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د یوې زړې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی دی. د ماین پاکۍ د هڅو کمښت او په افغانستان کې د بېوزلۍ شدت د داسې پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي. یو شمېر افغان پناهغوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، چې ځینې افغان کډوال تر څو اونیو بند او د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې د دېوال په اوږدو کې له جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي. له دغو پناهغوښتونکو یوه کس ویلي، چې په چالدران سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپي افغانان شته چې د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له توقیفخونو څخه ایستل شوي دي. په لېږل شویو ویډیوګانو کې نږدې ۲۰ ځوانان لیدل کېږي چې تر دوو خېمو لاندې په کمپلو کې نغښتي دي. د ځینو بدنونه ټپیان او په وینو ککړ ښکاري او د ځینو پر مخونو هم ژور ټپونه لیدل کېږي. یو افغان کډوال وايي، شاوخوا درې اونۍ د ترکیې د سرحدي ځواکونو په بند کې و. د ده په وینا، نیول شویو کسانو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او په بېلابېلو لارو شکنجه کېدل. دغه کډوال ویلي، چې ځینې کسان یې په هغو خونو کې اچول چې سپي پکې ساتل کېدل او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د ماین پاکۍ د هڅو کمښت او شدیده بېوزلي؛ ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې یو ۱۲ کلن ماشوم وژلی
Sources
Afghan sources
د ماین پاکۍ د هڅو کمښت او شدیده بېوزلي؛ ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې یو ۱۲ کلن ماشوم وژلی