کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د دغه سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس کابل ته راغلي څو له نږدې د افغانانو د ژوند شرایط و ارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د دغه سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس الکساندر ډيکرو نن کابل ته راورسېدل. د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د هغوی هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه سفر د افغانانو د ژوند د رښتیني وضعیت د درک او ارزونې لپاره یو مهم فرصت دی. هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې د افغانانو د ژوند رښتینی انځور له نږدې لیدنې او مستقیمو اړیکو پرته نه شي وړاندې کېدای.» هغه زیاته کړه، میلیونونه افغانان له کلونو راهیسې د مهاجرت ژوند تېروي، خو له ټولو ستونزو سره سره یې له خپل هېواد سره اړیکې ساتلې دي. راشت وویل، د کډوالو د وضعیت ارزونه، د هغوی د ستونزو اورېدل، د اړتیاوو درک او د مناسبو حللارو موندل د انساني کرامت د خوندي کولو او د هغوی د ژوند د ښهوالي لپاره مهم دي. په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د یواېنډيپي رییس کابل ته راغلي
سرچینې
Afghan sources
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د یواېنډيپي رییس کابل ته راغلي