کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړۍوال فسټیوال سیالیو په لړ کې نن له سوډان او روسیې سره لوبې ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او سوډان ترمنځ لوبه به د اذربایجان په کوربهتوب د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې، د افغان لوبډلې او روسیې ترمنځ لوبه به د شپې په ۹:۱۵ بجې ترسره شي. د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د روسیې، ترکیې، سیرالیون، جیبوټي او د سوډان له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. دغه راز د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کمعمره ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې سیرالیون ته ماتې ورکړه، دویمه لوبه یې د جیبوټي له لوبډلې وګټله او په درېیمه لوبه کې یې له ترکیې څخه ماتې وخوړه.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن له سوډان او روسیې سره لوبې کوي
سرچینې
Afghan sources
د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن له سوډان او روسیې سره لوبې کوي