کابل (پژواک) ـ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست وایي چې له شاه او عروس بند څخه د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته د اوبو د لېږد پروژې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښاریانو ته د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا او د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې تړون د پکتیا موج په نوم د اوبو رسولو یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت لاسلیک شو. سرچینه زیاتوي چې د دې ادارې اجرائيوي رییس مولوي غلامالرحمن کظیم، د تړون د لاسلیک مراسمو کې ویلي چې د یادې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د وېش زمینه برابره شي. خبرپاڼه کې راغلي، ورته مهال د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال ویلي چې د اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت د پرېکړې له مخې، انکشافي پروژې په دوو کاري شیفټونو کې پلې کېږي او ورته مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پروژو د تطبیق چارې روانې دي. د نوموړي په وینا، په تېرو لسیزو کې په هېواد…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې تړون لاسلیک شو
Sources
Afghan sources
له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې تړون لاسلیک شو