کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي چې د دې ادارې دوه کسیز پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او اندازهپېژندنې انسټیټیوټ په کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته تللی دی. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د معیار او کیفیت ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمداصف قانت او د دې ادارې د دفتر رییس مولوي وحیداحمد بدري شامل دي. د سرچینې په خبره، دغه نړۍواله ناسته له نن (د اکټوبر ۲۶مه) پیل شوې او د روان کال د اکټوبر تر ۲۸مې به د روسیې په کازان ښار کې دوام وکړي. په دې ناسته کې به د یاد سازمان د کلنیو فعالیتونو، بودجې او مالي چارو، اوږدمهالې ستراتیژۍ، د غړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشي. د معیار او کیفیت ادارې زیاته کړې چې د اسلامي هېوادونو د معیارونو او اندازهپېژندنې انسټیټیوټ (SMIIC) د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې د معیار جوړونې په برخه کې د ګډو پالیسیو پلي کول، د تولیداتو د کیفیت لوړول، د حلالو محصولاتو د معیارونو یو شان کول او په غړو هېوادونو کې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه ده. د یادې ادارې په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان د پلاوي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې یو پلاوی روسیې ته تللی