د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختيايي برنامې رییس کابل ته سفر کړی او وايي، غواړي د کډوالو ستونزې له نږدې و ارزوي. د افغانستان بانک له هغو سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي. همداراز بانک ویلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول او د ټاکلې مودې په ترڅ کې افغانستان بانک ته وسپاري. د افغانستان بانک ویلي، په منظم ډول بهرني اسعارو لیلام کوي چې په وینا یې، موخه یې په کورني بازار کې د بهرنیو اسعارو عرضه زیاتول، د افغانۍ د ارزښت ثبات ساتل او د اسعارو په بازار کې د ناڅاپي بدلونونو مخنیوی دی. د سویل لویدیزو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له لوري د ځوانانو نیولو او په ورځو ورځو د هغوی د ورکېدو له امله اندېښمن دي. یاد کسان وايي، محتسبان ځوانان د ږیرو خرېیلو او کمولو په پلمه نیسي او له ځان سره یې بندي کوي او په اړه یې اړوندو کورنیو ته هېڅ راز معلومات نه ورکوي. په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د کډوالو عالي کمېشنري: له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي
Sources
Afghan sources
د کډوالو عالي کمېشنري: له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي