د افغانستان د مرکزي بانک مرستیال صدیق الله خالد، د یکشنبې په ورځ ویلي دي چي په افغانستان کي پر بانکي حسابونو لګول سوي ټول محدودیتونه به د روان کال تر پایه لېرې سي. هغه په یوه خبري غونډه کي وویل چي مرکزي بانک غواړي خپل بانکي او مالي خدمات د هيواد ټولو ولایتونو، ولسوالیو او د ښارونو د پېر او پلور مرکزونو ته پراخ کړي. د صدیق الله خالد په وینا، د روان کال په ترڅ کي په بانکونو کي د خلکو د سپما کچه پنځه میلیارده افغانۍ زیاته سوې ده. د طالبانو تر ادارې لاندې د مرکزي بانک لومړي مرستیال همدارنګه ویلي دي چي د افغانستان شپږو سوداګریزو بانکونو د اسلامي بانکدارۍ شرایط بشپړ کړي او ټاکل سوې ده چي ژر به دغو بانکونو ته د اسلامي بانکدارۍ د فعالیت جوازونه ورکړل سي. وروسته له هغي چې طالبان پر افغانستان واکمن سول، دغه هيواد د نړیوالو مرستو د بندېدو او بانکي بندیزونو له امله له اقتصادي بحران سره مخ سو. د همدې ستونزو له امله د ډالري حسابونو لرونکو ته په لومړي سر کي اجازه ورکول کېده چي په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالر او وروسته ۴۰۰ ډالر وباسي. همدارنګه، د افغانیو حسابونو لرونکو ته په پیل کې یوازې د ۲۰ تر ۳۰ زرو افغانیو د ایستلو اجازه وه. د ۲۰۲۳م کال په وروستیو کي طالبانو یو ځل بیا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
طالبان: پر بانکي حسابونو لګول سوي محدودیتونه به لېري سي