EnglishKabulافغانستانامنیت

د حوثیانو د بریدونو له امله ریاض کې نږدې ۸۶ سلنه الوتنې لغوه… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-26 15:37:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د حوثیانو د بریدونو له امله د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اکتوبر له اتمې تر ۲۵مې پورې نږدې ۸۶ سلنه پلان‌شوې الوتنې لغوه شوې دي. رويټرز د «سیریوم» په نوم د هوايي چلند د تحلیل یوه شرکت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې په دې موده کې د ریاض په ملک خالد نړسوال هوايي ډګر کې له ۴۷۳۶ پلان‌شوو الوتنو څخه ۴۰۷۱ لغوه شوې دي. حوثیانو په روانه میاشت کې پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د دغه هېواد هوايي ډګرونه، بندرونه او د تېلو تاسیسات یې د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي. د ریاض هوايي ډګر هم څو ځله هدف ګرځېدلی دی. د راپور له مخې، د سعودي عربستان چارواکو د یکشنبې په ورځ دغه هوايي ډګر تر یوې مودې تړل کېدو وروسته په جزوي ډول بېرته پرانیست. کورني پروازونه له لومړي ترمینل څخه پیل شوي او ملي هوايي شرکتونو ته له دویم ترمینل څخه د نړۍوالو الوتنو اجازه ورکړل شوې ده. خو حوثیانو د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د ریاض پر هوايي ډګر د برید ادعا کړې او دغه ځای یې «پوځي هدف» بللی دی. د دغو بریدونو له امله یو شمېر نړۍوالو هوايي شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې تر نومبر میاشتې پورې ځنډولې دي….

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-26 15:37:02

Timeline

  1. Pajhwok

    د حوثیانو د بریدونو له امله ریاض کې نږدې ۸۶ سلنه الوتنې لغوه شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-26 20:04:32

د حوثیانو د بریدونو له امله ریاض کې نږدې ۸۶ سلنه الوتنې لغوه شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button